کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دایکندي کې د پنځو زیربنایي پروژو د جوړولو کار پیل شو

10 سنبله 1402 ساعت 9:49

په دايکنډي کې د استنادي دېوال، د سيلابونو د کنټرول، د اوبو د زېرمه کولو او د بند جوړولو په ګډون د پنځو بنسټيزو پروژو د جوړولو چارې پيل شوې.


آوا: ویل شوي، چې د دغو پروژو په عملي کېدو سره به سلګونه جریبه کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو ترڅنګ لسګونه کورونه هم د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.
 
د باختر آژانس دخبرله مخې: د دايکنډي د اقتصاد رييس محمدالله اقبال وويل چې د دغو پروژو د عملي کولو لپاره د ملګرو ملتو پراختيايي اداره څه دپاسه يوولس مليونه افغانۍ لګښت لري او د دغو پروژو کار به په شپږو مياشتو کې بشپړ شي.
 
ویل شوي، چې دغه پروژې به د دایکندي په مرکز او استرلي ولسوالیو کې جوړې شي.


د مطلب کود: 275944

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275944/په-دایکندي-کې-د-پنځو-زیربنایي-پروژو-جوړولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com