دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 275919
د نورستان په ځنګلونو کې اور لګېدنه دوام/ لسګونه جریبه ځنګلونه سوځول شوي دي
په نورستان کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت د برګمټال ولسوالۍ په ځنګلونو کې د اورلګېدنې د دوام خبر ورکړی او وايي چې تر اوسه یې ۶۰ جریبه ځنګلونه سوځولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نورستان ولایت د چاپیریال ساتنې امر سرتاج الدین صافی نن (پنجشنبه، ۹ سنبله) وویل چې د سلګونو سیمه ییزو اوسیدونکو په همکارۍ د اور د کابو کولو هڅې روانې دی.
 
د ښاغلي صافي په وینا، اورلګېدنه د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د برګمټال ولسوالۍ د "نیک موک" په ځنګلونو کې پیل شوې او تر اوسه نه ده کابو شوې.
 
هغه زياته کړه، چې تر اوسه په ٦٠ جريبه ځنګل کې اور لګېدلى، چې ډېرى يې د جلغوزيو ونې په بشپړه توګه سوځېدلې دي.
 
په نورستان کې د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې رئیس د اور لګېدنې د علت په اړه څه ونه ویل.
 
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم د نورستان ولايت د کامدېش ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور لګېدلى و او شاوخوا سل جريبه ځمکه يې د اور له كبله سوځولې وه.
 
https://avapress.com/vdcizwar3t1ay32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته