کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نورستان په ځنګلونو کې اور لګېدنه دوام/ لسګونه جریبه ځنګلونه سوځول شوي دي

9 سنبله 1402 ساعت 14:24

په نورستان کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت د برګمټال ولسوالۍ په ځنګلونو کې د اورلګېدنې د دوام خبر ورکړی او وايي چې تر اوسه یې ۶۰ جریبه ځنګلونه سوځولي دي.


آوا - کابل: د نورستان ولایت د چاپیریال ساتنې امر سرتاج الدین صافی نن (پنجشنبه، ۹ سنبله) وویل چې د سلګونو سیمه ییزو اوسیدونکو په همکارۍ د اور د کابو کولو هڅې روانې دی.
 
د ښاغلي صافي په وینا، اورلګېدنه د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د برګمټال ولسوالۍ د "نیک موک" په ځنګلونو کې پیل شوې او تر اوسه نه ده کابو شوې.
 
هغه زياته کړه، چې تر اوسه په ٦٠ جريبه ځنګل کې اور لګېدلى، چې ډېرى يې د جلغوزيو ونې په بشپړه توګه سوځېدلې دي.
 
په نورستان کې د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې رئیس د اور لګېدنې د علت په اړه څه ونه ویل.
 
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم د نورستان ولايت د کامدېش ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور لګېدلى و او شاوخوا سل جريبه ځمکه يې د اور له كبله سوځولې وه.
 


د مطلب کود: 275919

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275919/د-نورستان-په-ځنګلونو-کې-اور-لګېدنه-دوام-لسګونه-جریبه-ځنګلونه-سوځول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com