دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 275878
د وطن له دښمنانو سره یو ځای کېدل د هیچا په ګټه نه دي/ نړۍ موږ ته ډاډ راکړی چې د وسله والو ډلو ملاتړ نه کوي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په هغې غونډه کې چې د کابل د علماوو او مخورو په ګډون جوړه شوې وه وویل: موږ باید له تېرو پېښو زده کړو او په دې پوه شو چې له ظالمانو او د هېواد له دښمنانو سره یو ځای کېدل د هیچا په ګټه نه دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقی د کابل ولایت د علماو او مخورو کسانو په جوړه شوې غونډه کې وویل: موږ باید د خپل تېر تاریخ له روانو ناخوالو څخه زده کړه وکړو او په دې پوه شو چې له ظالمانو او د وطن له دښمنانو سره اوږه په اوږه له هغوی څخه مرسته د هیچا په ګټه نه ده.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، د افغانستان کمزوری د هر چا په زیان دی، په نړیوالو فورمونو کې ژمنې او ډاډ ورکړل شوی چې نړۍ به د افغانستان د اوسني نظام د مخالفینو ملاتړ نه کوي.
 
متقي وويل چې نړۍ ورته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو ملاتړ نه کوي.
 
ښاغلي متقي څرګنده نه کړه چې کومو هېوادونو ورته دا ډاډ ورکړی دی. اوس مهال په افغانستان کې داعش، د افغانستان د ملي مقاومت جبهه او د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهه په افغانستان کې د دولت ضد وسله والو ډلو په توګه پیژندل کیږي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څرګنده کړه چې افغانستان هیڅ هیواد ته ګواښ نه دی او نړۍ ته پکار ده چې د اسلامي امارت په وړاندې له متوازن سیاست څخه کار واخلي او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت پالیسي او متوازنه پالیسي چې نه غواړي افغانستان جوړ شي.
 
همدارنګه په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني هم خبرې وکړې او ویې ویل: د اسلامي امارت په بیا واکمنۍ سره په هېواد کې جبر ختم شو، ازادي ترلاسه شوه او په ټول هېواد کې یوه رهبري موجوده ده.
 
هغه زیاته کړه، په تېرو شلو کلونو جهاد کې افغانانو د خپل سر په قربانۍ اشغال ته ماتې ورکړه او اوس د دې وخت را رسېدلی چې ټول افغانان د هېواد د ابادۍ لپاره له اسلامي امارت سره په ګډه کار وکړي.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست څرګنده کړه چې پرمختګ صبر ته اړتیا لري. دا عالي تعامل ته اړتیا لري. خو الحمدلله، جبر ختم شو او یوه مقدسه خپلواکي ترلاسه شوه.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیله څه باندې دوه کاله تیریږي، خو تر اوسه د نړۍ هیڅ هیواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پیژندلی.
 
https://avapress.com/vdccmpqi42bqm48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته