دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 275817
د سنبلي نهمه، له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتېري وتل رخصتي نه ده
د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي سبا (پنجشنبه، سنبله ۹) د رخصتۍ په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د یوه لیک د خپریدو په غبرګون کې ویلي چې سبا ورځ رخصتي نه ده او دا لیک جعلي دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي روز خبري ویبپاڼې ته وویل چې سبا (پنجشنبه، سنبله ۹) رخصتي نه ده.
 
ښاغلي ابراهیمي د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سبا د رخصتۍ په اړه د هر ډول مکتوب خپرول بې اساسه وبلل.
 
له نن څخه دوه کاله وړاندې د اګست په ۳۰مه (سنبله ۹) له افغانستانه د امریکا وروستی سرتېری ووتل او د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده.
 
https://avapress.com/vdcfytd0ew6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته