کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سنبلي نهمه، له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتېري وتل رخصتي نه ده

8 سنبله 1402 ساعت 10:56

د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي سبا (پنجشنبه، سنبله ۹) د رخصتۍ په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د یوه لیک د خپریدو په غبرګون کې ویلي چې سبا ورځ رخصتي نه ده او دا لیک جعلي دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي روز خبري ویبپاڼې ته وویل چې سبا (پنجشنبه، سنبله ۹) رخصتي نه ده.
 
ښاغلي ابراهیمي د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سبا د رخصتۍ په اړه د هر ډول مکتوب خپرول بې اساسه وبلل.
 
له نن څخه دوه کاله وړاندې د اګست په ۳۰مه (سنبله ۹) له افغانستانه د امریکا وروستی سرتېری ووتل او د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده.
 


د مطلب کود: 275817

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275817/د-سنبلي-نهمه-له-افغانستانه-وروستي-امریکايي-سرتېري-وتل-رخصتي-نه-ده

آوا
  https://www.avapress.com