دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 275765
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له بنګله دېش سره لوبې ته چمتو ده
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله چمتو ده چې په راتلونکې اوونۍ کې د بنګله دېش له لوبډلې سره دوستانه او تمریناتي سیالۍ وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې په راتلونکې اونۍ کې دوه دوستانه او چمتوالي لوبې وکړي.
 
ملي لوبډله دا مهال په بنګله دېش کې ده او تمرینات کوي.
 
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پرون هم په بنګله دېش کې سخت تمرینات ترسره کړل، خو په ترڅ کې یې د دې لوبډلې مشر روزونکی المطهري ټپي شو او د تمرین میدان پرېښودو ته اړ شو.
 
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په بنګله دېش کې د ملي لوبډلې د روزنې د عکسونو په خپرولو سره وايي چې ملي لوبډله چمتو ده چې د مخالفې لوبډلې پر وړاندې پیاوړې لوبه وکړي.
 
https://avapress.com/vdch-mnim23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته