کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له بنګله دېش سره لوبې ته چمتو ده

7 سنبله 1402 ساعت 14:26

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله چمتو ده چې په راتلونکې اوونۍ کې د بنګله دېش له لوبډلې سره دوستانه او تمریناتي سیالۍ وکړي.


آوا: ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې په راتلونکې اونۍ کې دوه دوستانه او چمتوالي لوبې وکړي.
 
ملي لوبډله دا مهال په بنګله دېش کې ده او تمرینات کوي.
 
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پرون هم په بنګله دېش کې سخت تمرینات ترسره کړل، خو په ترڅ کې یې د دې لوبډلې مشر روزونکی المطهري ټپي شو او د تمرین میدان پرېښودو ته اړ شو.
 
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په بنګله دېش کې د ملي لوبډلې د روزنې د عکسونو په خپرولو سره وايي چې ملي لوبډله چمتو ده چې د مخالفې لوبډلې پر وړاندې پیاوړې لوبه وکړي.
 


د مطلب کود: 275765

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275765/د-افغانستان-فوټبال-ملي-لوبډله-له-بنګله-دېش-سره-لوبې-ته-چمتو-ده

آوا
  https://www.avapress.com