دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 275740
د ووشو افغان لوبغاړي په اسيايي سياليو کې د برونزو څلورم مډال وګاټه
د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون لوبغاړو د اسیا د سولې او دوستۍ په سیالیو کې چې د ایران، پاکستان، سریلانکا او افغانستان د ورزشکارانو ترمنځ په زاهدان ښار کې ترسره شوه، څلور د برونزو مډالونه وګټل.
افغان غږ خبری آژانس: د المپيک د ملي کميټې وياند عطال مشواڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليو کې له افغانستان څخه څلورو تنو ورزشکارانو ګډون وکړ او دريم مقام يې وګاټه.
 
په دغو سیالیو کې جمعه خان همدرد په ۵۶ کیلو ګرامه وزن کې د برونزو مډال، میلاد کاکړ په ۷۵ کیلو ګرامه وزن کې د برونزو مډال، جعفر سلطاني په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې د برونزو مډال او عبدالحبیب امیري په ۶۵ کیلوګرامه وزن کې د برونزو مډال ترلاسه کړ.
 
له بلې خوا د یو بل ورزشي خبر پر بنسټ؛ د افغانستان د نیمروز ولایت د ووشو او موی تای ټیمونه په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه پرون ایران ته ولاړل.
 
د دې ټیمونو په جوړښت کې پنځه لوبغاړي، یو ریفري، یو روزونکی او یو څارونکی شامل دي.
 
https://avapress.com/vdcaymnuw49n001.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته