کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ووشو افغان لوبغاړي په اسيايي سياليو کې د برونزو څلورم مډال وګاټه

7 سنبله 1402 ساعت 9:26

د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون لوبغاړو د اسیا د سولې او دوستۍ په سیالیو کې چې د ایران، پاکستان، سریلانکا او افغانستان د ورزشکارانو ترمنځ په زاهدان ښار کې ترسره شوه، څلور د برونزو مډالونه وګټل.


آوا: د المپيک د ملي کميټې وياند عطال مشواڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليو کې له افغانستان څخه څلورو تنو ورزشکارانو ګډون وکړ او دريم مقام يې وګاټه.
 
په دغو سیالیو کې جمعه خان همدرد په ۵۶ کیلو ګرامه وزن کې د برونزو مډال، میلاد کاکړ په ۷۵ کیلو ګرامه وزن کې د برونزو مډال، جعفر سلطاني په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې د برونزو مډال او عبدالحبیب امیري په ۶۵ کیلوګرامه وزن کې د برونزو مډال ترلاسه کړ.
 
له بلې خوا د یو بل ورزشي خبر پر بنسټ؛ د افغانستان د نیمروز ولایت د ووشو او موی تای ټیمونه په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه پرون ایران ته ولاړل.
 
د دې ټیمونو په جوړښت کې پنځه لوبغاړي، یو ریفري، یو روزونکی او یو څارونکی شامل دي.
 


د مطلب کود: 275740

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275740/د-ووشو-افغان-لوبغاړي-په-اسيايي-سياليو-کې-برونزو-څلورم-مډال-وګاټه

آوا
  https://www.avapress.com