افغان غږ خبری آژانس: د فراه ولایت د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پر دغو پروژو څه باندې ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
د خبر له مخې، د يادو پروژو په بشپړېدو سره به د پشت رود ولسوالۍ د چهارمست، چن فارسي، باغ بيرجان، چهاردهي او نهردشت د کليو دوه زره او پنځه سوه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.
دغه پروژې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق له خوا تمویل شوې وې.
ویل کېږي چې دا مهال د فراه د ولسوالیو ډېری اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.
افغانستان څه موده وړاندې د وچکالۍ له خطر سره مخ او د اقلیم د بدلون له امله اغیزمن شوی هیواد بلل شوی و.