کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه کې د اوبو رسولو د شپږو پروژو کار بشپړ شو

6 سنبله 1402 ساعت 14:06

په فراه ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د شپږو پروژو د کار د بشپړیدو خبر ورکړی دی.


آوا: د فراه ولایت د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پر دغو پروژو څه باندې ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
 
د خبر له مخې، د يادو پروژو په بشپړېدو سره به د پشت رود ولسوالۍ د چهارمست، چن فارسي، باغ بيرجان، چهاردهي او نهردشت د کليو دوه زره او پنځه سوه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.
 
دغه پروژې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق له خوا تمویل شوې وې.
 
ویل کېږي چې دا مهال د فراه د ولسوالیو ډېری اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.
 
افغانستان څه موده وړاندې د وچکالۍ له خطر سره مخ او د اقلیم د بدلون له امله اغیزمن شوی هیواد بلل شوی و.
 


د مطلب کود: 275710

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275710/په-فراه-کې-د-اوبو-رسولو-شپږو-پروژو-کار-بشپړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com