دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 275686
په تېره یوه میاشت کې د افغانستان د اورګاډي له لارې څه باندې ۳۳۳ زره ټنه لېږدول شوي دي
د افغانستان د ریل پټلۍ ریاست اعلان وکړ، چې د تېرې میاشتې له پیله تر (۱۴۰۲) لمریز کال پورې د افغانستان د اورګاډي له لارې څه باندې ۳۳۳ زره مټریک ټنه ټرانسپورټ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د اورګاډي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې (۳۳۳۲۱۹) مټریک ټنه لېږد رالېږد شوی دی.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې جملې څخه د حیرتان د اورګاډي کرښې له لارې (۲۵۴۱۶۲) ټنه، د اقينې د اورګاډي کرښې له لارې (۴۲۶۲۸) ټنه او د تورغونډۍ د اورګاډي پټلۍ (۳۶۴۲۹) ټنه چې ټولټال (۳۳۳۲۱۹) مټريک ټنه، چې نفتي، غیر نفتي او نور توکي هیواد ته وارد او صادر شوي دي.
 
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره زیاته کړه چې د لېږد رالېږد یوه برخه صادرات او ترانزیت دي، د اسد د میاشتي کې (۱۵۴۱۴) ټنه سوداګریز توکي صادر او لېږدول شوي او د انارو جوس یوه زیاته اندازه صادر شوي دي.
 
د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي، هڅه کوي چې د لېږد رالېږد لپاره مناسب شرایط او د سوداګرو لپاره غوره اسانتیاوې رامنځته کړي.
 
په همدې حال کې نن سهار د افغانستان د اورګاډي د ادارې مشر له ایران سره د لا زیاتو همکاریو په موخه د دغه هېواد پلازمېنې ته ولاړ.
 
https://avapress.com/vdcjoie8muqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته