کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېره یوه میاشت کې د افغانستان د اورګاډي له لارې څه باندې ۳۳۳ زره ټنه لېږدول شوي دي

6 سنبله 1402 ساعت 10:22

د افغانستان د ریل پټلۍ ریاست اعلان وکړ، چې د تېرې میاشتې له پیله تر (۱۴۰۲) لمریز کال پورې د افغانستان د اورګاډي له لارې څه باندې ۳۳۳ زره مټریک ټنه ټرانسپورټ شوي دي.


آوا - کابل: د افغانستان د اورګاډي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې (۳۳۳۲۱۹) مټریک ټنه لېږد رالېږد شوی دی.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې جملې څخه د حیرتان د اورګاډي کرښې له لارې (۲۵۴۱۶۲) ټنه، د اقينې د اورګاډي کرښې له لارې (۴۲۶۲۸) ټنه او د تورغونډۍ د اورګاډي پټلۍ (۳۶۴۲۹) ټنه چې ټولټال (۳۳۳۲۱۹) مټريک ټنه، چې نفتي، غیر نفتي او نور توکي هیواد ته وارد او صادر شوي دي.
 
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره زیاته کړه چې د لېږد رالېږد یوه برخه صادرات او ترانزیت دي، د اسد د میاشتي کې (۱۵۴۱۴) ټنه سوداګریز توکي صادر او لېږدول شوي او د انارو جوس یوه زیاته اندازه صادر شوي دي.
 
د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي، هڅه کوي چې د لېږد رالېږد لپاره مناسب شرایط او د سوداګرو لپاره غوره اسانتیاوې رامنځته کړي.
 
په همدې حال کې نن سهار د افغانستان د اورګاډي د ادارې مشر له ایران سره د لا زیاتو همکاریو په موخه د دغه هېواد پلازمېنې ته ولاړ.
 


د مطلب کود: 275686

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275686/په-تېره-یوه-میاشت-کې-د-افغانستان-اورګاډي-له-لارې-څه-باندې-۳۳۳-زره-ټنه-لېږدول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com