دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 275683
د اوسپنې پټلۍ د ادارې سرپرست ایران ته سفر وکړ
د اوسپنې پټلۍ د ادارې مسوولین وايي چې د دې ادارې مشر د خواف - هرات د اورګاډي د درېیمې برخې د لېږد رالېږد د چټکتیا او کارکوونکو ته د موقتي تخنیکي روزنې د برابرولو په هدف د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د اورګاډي پټلۍ ریاست نن دوشنبه د سنبلې ۶ مه د دغه ریاست په ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د دغې ادارې مشر بخت الرحمن شرافت د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی دی.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د اوسپنې پټلۍ د ادارې پلاوي ايران ته د خواف- هرات د اورګاډي د درېيمې برخې د لېږد رالېږد د چټکتيا، د اورګاډي ادارې کارکوونکو ته د موقتي تخنيکي زده کړو د برابرولو او د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا په موخه ايران ته سفر کړى دى.
 
په همدې حال کې د سنبلې د میاشتې په څلورمه نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت یو اووه کسیز پلاوی کابل ته راغلی او تر اوسه یې د اسلامي امارت له یوشمیر چارواکو سره لیدلي دي.
 
https://avapress.com/vdcg7n9xwak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته