کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اوسپنې پټلۍ د ادارې سرپرست ایران ته سفر وکړ

6 سنبله 1402 ساعت 10:11

د اوسپنې پټلۍ د ادارې مسوولین وايي چې د دې ادارې مشر د خواف - هرات د اورګاډي د درېیمې برخې د لېږد رالېږد د چټکتیا او کارکوونکو ته د موقتي تخنیکي روزنې د برابرولو په هدف د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی.


آوا - کابل: د افغانستان د اورګاډي پټلۍ ریاست نن دوشنبه د سنبلې ۶ مه د دغه ریاست په ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د دغې ادارې مشر بخت الرحمن شرافت د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی دی.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د اوسپنې پټلۍ د ادارې پلاوي ايران ته د خواف- هرات د اورګاډي د درېيمې برخې د لېږد رالېږد د چټکتيا، د اورګاډي ادارې کارکوونکو ته د موقتي تخنيکي زده کړو د برابرولو او د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا په موخه ايران ته سفر کړى دى.
 
په همدې حال کې د سنبلې د میاشتې په څلورمه نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت یو اووه کسیز پلاوی کابل ته راغلی او تر اوسه یې د اسلامي امارت له یوشمیر چارواکو سره لیدلي دي.
 


د مطلب کود: 275683

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275683/د-اوسپنې-پټلۍ-ادارې-سرپرست-ایران-ته-سفر-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com