دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۲
د مطلب کود : 275643
د بامیان والي په دغه ولایت کې له ۸۰۰ معلولینو او یتیمو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه
د باميان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دغه ولايت والي مولوي عبدالله سرحدي د باميان په مرکز کې له ٨٠٠ معلولينو او يتيمانو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن یکشنبه د سنبلې ۵ مه خپره شوې، راغلي دي: په دغه خوراکي مرسته کې چې یوه پنځوس کیلوګرامه اوړه په کې شامل دي، د بامیان ولایت د یتیمانو د ۸۰۰ کورنیو او شهیدانو کورنیو ته د بامیان د والي له خوا اخیستل شوي او په اړمنو کسانو وویشل شول.
 
په خبرپاڼه کې د مرستو د وېش د مسوولینو په حواله ویل شوي چې: د بامیان د سیمه ییزې ادارې رهبري هڅه کوي چې د مرستو اندازه زیاته کړي او د شهیدانو، معلولینو او یتیمانو کورنیو ته دا پروسې ته دوام ورکړي.
 
د یادولو وړ ده چې بامیان ولایت د خپل جغرافیایي محدودیت له امله د هیواد یو له محرومو او کم پرمختللو ولایتونو څخه دی.
 
https://avapress.com/vdcc0pqi12bqme8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته