کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بامیان والي په دغه ولایت کې له ۸۰۰ معلولینو او یتیمو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

5 سنبله 1402 ساعت 15:12

د باميان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دغه ولايت والي مولوي عبدالله سرحدي د باميان په مرکز کې له ٨٠٠ معلولينو او يتيمانو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.


آوا - بامیان: د بامیان ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن یکشنبه د سنبلې ۵ مه خپره شوې، راغلي دي: په دغه خوراکي مرسته کې چې یوه پنځوس کیلوګرامه اوړه په کې شامل دي، د بامیان ولایت د یتیمانو د ۸۰۰ کورنیو او شهیدانو کورنیو ته د بامیان د والي له خوا اخیستل شوي او په اړمنو کسانو وویشل شول.
 
په خبرپاڼه کې د مرستو د وېش د مسوولینو په حواله ویل شوي چې: د بامیان د سیمه ییزې ادارې رهبري هڅه کوي چې د مرستو اندازه زیاته کړي او د شهیدانو، معلولینو او یتیمانو کورنیو ته دا پروسې ته دوام ورکړي.
 
د یادولو وړ ده چې بامیان ولایت د خپل جغرافیایي محدودیت له امله د هیواد یو له محرومو او کم پرمختللو ولایتونو څخه دی.
 


د مطلب کود: 275643

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275643/د-بامیان-والي-په-دغه-ولایت-کې-له-۸۰۰-معلولینو-او-یتیمو-کورنیو-سره-خوراکي-توکو-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com