دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 275450
یونیسف: افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په جنګي وسلو کې ډېر ککړ دی
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، چې په افغانستان کې د ناچاودېدونکو جنګي مهماتو ۸۵ سلنه قربانیان ماشومان دي، دغه سازمان زیاته کړې، چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په جنګي وسلو ککړ دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه پیغام کې لیکلي چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې په مرسته ماشومانو ته د ناچاودو وسلو د پیژندلو او مخنیوي ښوونه کوي.
 
د سره صليب د نړيوالې کمېټې د شمېرو له مخې، چې څه موده وړاندې خپره شوه، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۳ کال تر جون پورې په افغانستان کې ۶۴۰ ماشومان د ماينونو او يا له جګړې څخه د پاتې شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وژل شوي او يا ټپيان شوي دي.
 
د سره صلیب په وینا، دا احصایه د ټول ملکي تلفاتو 60٪ (یو زره او 92 کسان) د ماینونو او چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله چې د جګړې څخه پاتې دي څرګندوي.
 
د کمیټې په راپور کې راغلي چې ناچاوده توکي او د جګړې پاتې شوني په افغانستان کې د ملکي وګړو لپاره یو اصلي او دوامداره ګواښ دی، خو د ماینونو او نورو چاودیدونکو توکو د پاکولو هڅې نه دي بریالي شوي.
 
د سره صليب نړيواله کميټه وايي، که څه هم په افغانستان کې جګړه کمه شوې ده، خو د ماينونو او نورو چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله مرګ ژوبله د ۲۰۲۱ کال له اګست مياشتې راهيسې لوړه شوې ده.
 
ویل کیږي چې د افغانستان شاوخوا ۶۰۶ مربع کیلومتره خاوره په ماینونو او چاودیدونکو توکو ککړه ده.
 
https://avapress.com/vdciwwarut1ay52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته