افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) نن دوشنبه (د اسد ۳۰مه) په ایکس چینل کې د یوه ټویټ په خپرولو سره وویل: په ګرځنده یا ثابتو روغتیايي مرکزونو کې افغانې میندې باید د خوارځواکۍ د نښو د رامنځ ته کېدو په اړه د دغه سازمان د مشاورینو پر خبرتیا باور وکړي.
یونیسف زیاته کړه چې د جون په میاشت کې، د سازمان د تغذیې مشاورینو د حاد خوارځواکۍ لپاره د ۱.۳ میلیون څخه ډیر ماشومان معاینه کړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي دي چې د دې سازمان له خوا تر ۶۲۰۰۰ ډیر ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته دي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوى دى.