دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 275333
په هیواد کې د سرو زرو فابریکې د هیوادوالو اړتیاوې پوره کوي
د صنایعو او له فساد سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي، د دغه وزارت پلاوي او د سرو زرو د سوداګرو اتحادیې په کابل کې د سرو زرو له ۱۹ فابریکو څخه لیدنه کړې او په دغو فابریکو کې د تولید شویو سرو زرو نمونې یې اخیستې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او له فساد سره د مبارزې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د دغه وزارت پلاوی او د سرو زرو د سوداګرو اتحادیې په کابل کې د سرو زرو له ۱۹ فابریکو څخه لیدنه وکړه او په هغو کې د سرو زرو د تولید نمونې یې واخیستې.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بهیر به د هېواد د ټولو ولایتونو بازارونو ته د معیاري سرو زرو د داخلېدو په هدف دوام وکړي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې اوس دغه فابريکې د سرو زرو لپاره د کورنيو اړتياوې پوره کوي او له نورو هېوادونو څخه د سرو زرو د راوړلو اړتيا ختمه شوې ده.
 
په همدې حال کې ښاریان د هېواد په بازارونو کې د سرو زرو د ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي.
 
https://avapress.com/vdcipwarpt1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته