کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هیواد کې د سرو زرو فابریکې د هیوادوالو اړتیاوې پوره کوي

31 اسد 1402 ساعت 13:34

د صنایعو او له فساد سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي، د دغه وزارت پلاوي او د سرو زرو د سوداګرو اتحادیې په کابل کې د سرو زرو له ۱۹ فابریکو څخه لیدنه کړې او په دغو فابریکو کې د تولید شویو سرو زرو نمونې یې اخیستې دي.


آوا - کابل: د صنایعو او له فساد سره د مبارزې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د دغه وزارت پلاوی او د سرو زرو د سوداګرو اتحادیې په کابل کې د سرو زرو له ۱۹ فابریکو څخه لیدنه وکړه او په هغو کې د سرو زرو د تولید نمونې یې واخیستې.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بهیر به د هېواد د ټولو ولایتونو بازارونو ته د معیاري سرو زرو د داخلېدو په هدف دوام وکړي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې اوس دغه فابريکې د سرو زرو لپاره د کورنيو اړتياوې پوره کوي او له نورو هېوادونو څخه د سرو زرو د راوړلو اړتيا ختمه شوې ده.
 
په همدې حال کې ښاریان د هېواد په بازارونو کې د سرو زرو د ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي.
 


د مطلب کود: 275333

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275333/په-هیواد-کې-د-سرو-زرو-فابریکې-هیوادوالو-اړتیاوې-پوره-کوي

آوا
  https://www.avapress.com