افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد له سقوط سره مخ دی، کوچني او متوسطه سوداګري خپل کارګران له دندو ګوښه کوي او د بېکارانو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ په زیاتېدو دی.
دغه نړیوال سازمان زیاته کړه چې سږ کال له ۶۰ زره اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره ۴۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
کارپوهان په دې باور دي، چې په هېواد کې د فقر او لوږې د ډېرېدو لامل د لوېديځو هېوادونو په ځانګړې توګه د امريکا له خوا د افغانستان د شتمنيو بندول او بنديزونه دي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر ۲۹ میلیونه دی، چې بشري مرستو ته اړتیا لري.