کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو نړیوال سازمان:

۷۰ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي

31 اسد 1402 ساعت 9:55

د کډوالو نړیوال سازمان ویلي چې په سلو کې ۷۰ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او بېکاره دي.


آوا - کابل: د کډوالو نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد له سقوط سره مخ دی، کوچني او متوسطه سوداګري خپل کارګران له دندو ګوښه کوي او د بېکارانو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ په زیاتېدو دی.
 
دغه نړیوال سازمان زیاته کړه چې سږ کال له ۶۰ زره اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره ۴۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
 
کارپوهان په دې باور دي، چې په هېواد کې د فقر او لوږې د ډېرېدو لامل د لوېديځو هېوادونو په ځانګړې توګه د امريکا له خوا د افغانستان د شتمنيو بندول او بنديزونه دي.
 
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر ۲۹ میلیونه دی، چې بشري مرستو ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 275310

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275310/۷۰-سلنه-افغانان-د-فقر-تر-کرښې-لاندې-ژوند-کوي

آوا
  https://www.avapress.com