دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۷
د مطلب کود : 275149
محسن رضايي د تکواندو د نړیوال فستیوال پای لوبي ته لاره پیدا کړه
افغان تکواندو لوبغاړي محسن رضايي خپل کوریايي حریف ته په ماتې ورکولو سره د تکواندو د نړیوال فستیوال پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د تکواندو فدراسیون ویاند ذبیح الله شهزاد د اسد په ۲۸ مه د شنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې رضايي د جنوبي کوریا د جون وان جیوانګ پر وړاندې بریا خپله کړه.
 
نوموړی به په پای لوبه کې د مهاجران لوبډلې له مهدي خاوري سره سیالي وکړي.
 
تېره شپه خاوري د تکواندو يوه پاکستاني لوبغاړي هارون خان ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لاره پيدا کړه.
 
https://avapress.com/vdcdok0xnyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته