کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محسن رضايي د تکواندو د نړیوال فستیوال پای لوبي ته لاره پیدا کړه

29 اسد 1402 ساعت 8:57

افغان تکواندو لوبغاړي محسن رضايي خپل کوریايي حریف ته په ماتې ورکولو سره د تکواندو د نړیوال فستیوال پای لوبې ته لاره پیدا کړه.


آوا: د افغانستان د تکواندو فدراسیون ویاند ذبیح الله شهزاد د اسد په ۲۸ مه د شنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې رضايي د جنوبي کوریا د جون وان جیوانګ پر وړاندې بریا خپله کړه.
 
نوموړی به په پای لوبه کې د مهاجران لوبډلې له مهدي خاوري سره سیالي وکړي.
 
تېره شپه خاوري د تکواندو يوه پاکستاني لوبغاړي هارون خان ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لاره پيدا کړه.
 


د مطلب کود: 275149

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275149/محسن-رضايي-د-تکواندو-نړیوال-فستیوال-پای-لوبي-ته-لاره-پیدا-کړه

آوا
  https://www.avapress.com