دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۵
د مطلب کود : 275105
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په نړیواله درجه بندۍ کې لسم مقام خپل کړ
د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې د هند د کرکټ ملي لوبډله په لومړي ځای کې او د افغانستان لوبډله په لسم ځای کې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې ټول هغه هیوادونه چې د کرکټ ملي لوبډلې لري د خپلو ټیمونو د لاسته راوړنو له مخې ارزول شوي دي.
 
  په دې درجه بندۍ کې په شل اوریزو لوبو کې د هند د کرکټ ملي لوبډله په لومړي او افغانستان په لسم ځای کې ده.
 
  دا نړیواله درجه بندۍ په داسې حال کې خپریږي، چې افغانستان له پاکستان سره د کرکټ درې ورځنۍ مسابقې په درشل کې دي او د دغو سیالیو پایله په راتلونکې نړیواله درجه بندۍ کې د دواړو لوبډلو د مقام لپاره مهمه او پرېکنده ده.
 
  د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې به د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ (اګست ۲۲) پیل شي.
 
دا لوبې به په سریلانکا کې ترسره کېږي او د دغو لوبو ترمنځ به یوه ورځنۍ وقفه وي، نو دواړه لوبډلې به د اګست په ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه له یو بل سره سیالي کوي.
 
  د لوبو دغه لړۍ د اسیا جام او کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې چې د اګست په ۳۱مه پیلېږي او د سپټمبر تر ۱۷مې به دوام وکړي.
 
https://avapress.com/vdcfxtd0tw6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته