کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په نړیواله درجه بندۍ کې لسم مقام خپل کړ

28 اسد 1402 ساعت 12:55

د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې د هند د کرکټ ملي لوبډله په لومړي ځای کې او د افغانستان لوبډله په لسم ځای کې ده.


آوا: د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې ټول هغه هیوادونه چې د کرکټ ملي لوبډلې لري د خپلو ټیمونو د لاسته راوړنو له مخې ارزول شوي دي.
 
  په دې درجه بندۍ کې په شل اوریزو لوبو کې د هند د کرکټ ملي لوبډله په لومړي او افغانستان په لسم ځای کې ده.
 
  دا نړیواله درجه بندۍ په داسې حال کې خپریږي، چې افغانستان له پاکستان سره د کرکټ درې ورځنۍ مسابقې په درشل کې دي او د دغو سیالیو پایله په راتلونکې نړیواله درجه بندۍ کې د دواړو لوبډلو د مقام لپاره مهمه او پرېکنده ده.
 
  د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې به د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ (اګست ۲۲) پیل شي.
 
دا لوبې به په سریلانکا کې ترسره کېږي او د دغو لوبو ترمنځ به یوه ورځنۍ وقفه وي، نو دواړه لوبډلې به د اګست په ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه له یو بل سره سیالي کوي.
 
  د لوبو دغه لړۍ د اسیا جام او کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې چې د اګست په ۳۱مه پیلېږي او د سپټمبر تر ۱۷مې به دوام وکړي.
 


د مطلب کود: 275105

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275105/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډله-په-نړیواله-درجه-بندۍ-کې-لسم-مقام-خپل-کړ

آوا
  https://www.avapress.com