دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 274959
د کابل سقوط په سیمه کې د امریکا نظامي او سیاسي ماتې وه
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د کابل سقوط په هېواد کې د امریکا "پوځي او سیاسي ناکامي" بللې او ویلي یې دي چې له بهر څخه "پوځي مداخله، سیاسي نفوذ او دیموکراتیک بدلون" به کار ونه کړي او د یوه ناورین لامل به شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د کابل سقوط په سیمه کې د امریکا "پوځي او سیاسي ناکامي" وه.
 
هغه ټینګار وکړ چې له بهر څخه پوځي مداخله، سیاسي نفوذ او دیموکراتیک بدلون به کار ونکړي او یو ناورین به رامنځته کړي. د ده په وینا افغانستان له دوو کلونو راهیسې باثباته دی او د دغه هېواد راتلونکې د خلکو په لاس کې ده. .
 
د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند د ټول شموله حکومت په جوړولو، د ښځو او د لږکيو د حقوقو په تامينولو باندې تاکيد وکړ او د اسلامي امارت له چارواکو يې وغوښتل چې د دغو اميدونو د پوره کولو لپاره فعال عمل وکړي.
 
وینبین په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي لپاره د نړۍ هیلو ته په اشارې سره زیاته کړه، هېواد یې هیله لري چې اسلامي امارت خپل مسوولیتونه ادا کړي او په افغانستان کې ټول ترهګریز سازمانونه له منځه یوسي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له شل کلن اشغال وروسته امریکايي پوځیان د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد پر ۲۴ له سختې ماتې وروسته له افغانستانه ووتل او د اسلامي امارت ځواکونه کابل ته ننوتل.
 
https://avapress.com/vdcbsab59rhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته