دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 274937
ملا عبدالغني برادر ترکیې ته له شپږ ورځني سفر وروسته کابل ته راستون شو
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند له شپږ ورځني سفر وروسته کابل ته راستون شو او د پانګونې د جلبولو په موخه یې له ترکي اقتصادي چارواکو سره خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستیال مطبوعاتي دفتر په خپله خبرپاڼه کې لیکلي چې د ملا عبدالغني برادر تېره شپه له ترکیې څخه د کابل هوايي ډګر ته راستون شو.
 
د ملا عبدالغني برادر د اسد په ۱۷مه هغه هېواد ته د پانګونې د جلبولو په موخه سفر کړی و او د ترکیې له سوداګرو سره یې خبرې کړې وې.
 
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د خپل سفر په ترڅ کې د ترکیې د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیرانو سره د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا، سیمه ییز اتصال، د ګډې سوداګریزې خونې د جوړولو، د هوايي دهلیز د جوړولو او نورو په اړه خبرې وکړې.
 
د دې تر څنګ ملا عبدالغني برادر اخند په ترکيه کې مېشتو افغان او ترکي سوداګرو سره په کتنه کې هغوی ته د اسلامي امارت د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او په افغانستان کې يې د رامنځته شويو اسانتياوو يادونه وکړه چې د پانګونې لپاره يو فرصت دی.
 
https://avapress.com/vdchxkniq23nqwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته