کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملا عبدالغني برادر ترکیې ته له شپږ ورځني سفر وروسته کابل ته راستون شو

25 اسد 1402 ساعت 9:53

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند له شپږ ورځني سفر وروسته کابل ته راستون شو او د پانګونې د جلبولو په موخه یې له ترکي اقتصادي چارواکو سره خبرې وکړې.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستیال مطبوعاتي دفتر په خپله خبرپاڼه کې لیکلي چې د ملا عبدالغني برادر تېره شپه له ترکیې څخه د کابل هوايي ډګر ته راستون شو.
 
د ملا عبدالغني برادر د اسد په ۱۷مه هغه هېواد ته د پانګونې د جلبولو په موخه سفر کړی و او د ترکیې له سوداګرو سره یې خبرې کړې وې.
 
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د خپل سفر په ترڅ کې د ترکیې د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیرانو سره د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا، سیمه ییز اتصال، د ګډې سوداګریزې خونې د جوړولو، د هوايي دهلیز د جوړولو او نورو په اړه خبرې وکړې.
 
د دې تر څنګ ملا عبدالغني برادر اخند په ترکيه کې مېشتو افغان او ترکي سوداګرو سره په کتنه کې هغوی ته د اسلامي امارت د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او په افغانستان کې يې د رامنځته شويو اسانتياوو يادونه وکړه چې د پانګونې لپاره يو فرصت دی.
 


د مطلب کود: 274937

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274937/ملا-عبدالغني-برادر-ترکیې-ته-له-شپږ-ورځني-سفر-وروسته-کابل-راستون-شو

آوا
  https://www.avapress.com