افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اداری مرستیال عبدالسلام حنفي له سیاسي شخصیتونو او په بهر کې میشتو افغانانو غږ کړی چې هېواد ته راستانه شي او له سرپرست حکومت سره خپل اختلافات مطرح کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې وویل، چې اختلافات او سیاسي ملاحظات پر خپل ځای دي، خو هیڅوک حق نه لري چې په افغانستان کې وسله وال مخالفت ته وهڅوي.
د ملي دفاع سرپرست وزير ملا يعقوب مجاهد هم د اسد د ٢٤مې د نمانځنې په مراسمو کې وويل چې ستونزې په یوه ورځ کې نه شي حل کېداى او خلک بايد تر هغو صبر وکړي چې ستونزې نه وي حل شوې.
باید وویل شي، چې د اسد ۲۴مه د اسلامي امارت د بریا کلیزه د هېواد په ګڼو ولایتونو کې ونمانځل شوه.