کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانان دې هېواد ته راستانه شي او له سرپرست حکومت سره دې خپل اختلافات مطرح کړي

25 اسد 1402 ساعت 9:35

د اسد د ۲۴ مه د اسلامي امارت د بري د کلیزې د نمانځلو په ترڅ کې د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو له هېوادوالو چې په بهر کې ژوند کوي وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او له سرپرست حکومت سره خپل اختلافات مطرح کړي.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا اداری مرستیال عبدالسلام حنفي له سیاسي شخصیتونو او په بهر کې میشتو افغانانو غږ کړی چې هېواد ته راستانه شي او له سرپرست حکومت سره خپل اختلافات مطرح کړي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې وویل، چې اختلافات او سیاسي ملاحظات پر خپل ځای دي، خو هیڅوک حق نه لري چې په افغانستان کې وسله وال مخالفت ته وهڅوي.
 
د ملي دفاع سرپرست وزير ملا يعقوب مجاهد هم د اسد د ٢٤مې د نمانځنې په مراسمو کې وويل چې ستونزې په یوه ورځ کې نه شي حل کېداى او خلک بايد تر هغو صبر وکړي چې ستونزې نه وي حل شوې.
 
باید وویل شي، چې د اسد ۲۴مه د اسلامي امارت د بریا کلیزه د هېواد په ګڼو ولایتونو کې ونمانځل شوه.
 


د مطلب کود: 274933

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274933/افغانان-دې-هېواد-ته-راستانه-شي-او-له-سرپرست-حکومت-سره-خپل-اختلافات-مطرح-کړي

آوا
  https://www.avapress.com