دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 274686
په میدان وردګ کې د ټراکټور د چپه کېدو له امله ۷ تنه مړه او ټپیان شول
د میدان وردګو سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د یوه ټراکټور د چپه کېدو له امله ۴ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګو ولایت رسنیز دفتر نن چهارشنبه د اسد ۲۱ مه خبر ورکړ چې دغه پېښه د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
 
د دغه رپوټ له مخې دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دغو کسانو غوښتل يو بل ځاى ته لاړ شي.
 
دغه دفتر زياته کړه، چې سيمې ته دولتي ژغورونکې ډله رسېدلې او ټپيان يې ځايي روغتون ته لېږدولي، خو د يوې ټپي مېرمنې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
 
د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.
 
https://avapress.com/vdciv5arqt1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته