کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګ کې د ټراکټور د چپه کېدو له امله ۷ تنه مړه او ټپیان شول

21 اسد 1402 ساعت 14:31

د میدان وردګو سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د یوه ټراکټور د چپه کېدو له امله ۴ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: د میدان وردګو ولایت رسنیز دفتر نن چهارشنبه د اسد ۲۱ مه خبر ورکړ چې دغه پېښه د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
 
د دغه رپوټ له مخې دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دغو کسانو غوښتل يو بل ځاى ته لاړ شي.
 
دغه دفتر زياته کړه، چې سيمې ته دولتي ژغورونکې ډله رسېدلې او ټپيان يې ځايي روغتون ته لېږدولي، خو د يوې ټپي مېرمنې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
 
د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.
 


د مطلب کود: 274686

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274686/په-میدان-وردګ-کې-د-ټراکټور-چپه-کېدو-له-امله-۷-تنه-مړه-او-ټپیان-شول

آوا
  https://www.avapress.com