دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 274613
په غزني کې څه دپاسه زرو اړو کورنيو سره نغدي مرسته وويشل شوه
د اسلامي امارت له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیاتو سیلاب ځپلو کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - غزني: د اسلامي امارت له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نړیوالو بنسټونو د دغې ادارې په همکارۍ د جغتو ولسوالۍ له ۹۶۳ اړو او سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته کړې ده.
 
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست زیاتوي، چې په ټولیزه توګه ۱۱۴۷ کورنیو ته ۱۱ زره ۱۱۰ افغانۍ وېشل شوي، چې ټولټال یې ۱۲۷۰۰ زره افغانۍ کېږي.
 
په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې که د مرستو د وېش لپاره کافي بودیجه ترلاسه نه کړي، نو په افغانستان کې به د میلیونونو خلکو مرستې بندې کړي.
 
https://avapress.com/vdciz5arpt1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته