کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې څه دپاسه زرو اړو کورنيو سره نغدي مرسته وويشل شوه

19 اسد 1402 ساعت 13:30

د اسلامي امارت له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیاتو سیلاب ځپلو کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش اعلان وکړ.


آوا - غزني: د اسلامي امارت له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نړیوالو بنسټونو د دغې ادارې په همکارۍ د جغتو ولسوالۍ له ۹۶۳ اړو او سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته کړې ده.
 
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست زیاتوي، چې په ټولیزه توګه ۱۱۴۷ کورنیو ته ۱۱ زره ۱۱۰ افغانۍ وېشل شوي، چې ټولټال یې ۱۲۷۰۰ زره افغانۍ کېږي.
 
په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې که د مرستو د وېش لپاره کافي بودیجه ترلاسه نه کړي، نو په افغانستان کې به د میلیونونو خلکو مرستې بندې کړي.
 


د مطلب کود: 274613

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274613/په-غزني-کې-څه-دپاسه-زرو-اړو-کورنيو-سره-نغدي-مرسته-وويشل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com