دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 274512
د سالنګ تونل دننه د کانکریټو کار به په دوو میاشتو کې بشپړ شي
د سالنګونو د ساتنې مسوولين وايي، چې د سالنګ تونل دننه د کانکريټينګ چارې به په دوو مياشتو کې بشپړې شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سالنګونو د ساتنې او مراقبت د مسوولینو په وینا، د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو تګ راتګ به یوه شپه له شمال څخه جنوب ته او بله شپه له جنوب څخه شمال ته او له هغه څخه به دوام وکړی او د ورځي لخوا به د ترافیکو پر مخ بند دی.
 
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رييس هم وايي، چې د جبل السراج ولسوالۍ له تاجکان سيمې څخه تر خانجان ولسوالۍ پورې ٨٠ کيلومتره سړک د ټولګټو وزارت له بوديجې او په دې برخه کې له ماليو راټولو شويو پيسو څخه جوړېږي.
 
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولین وايي، په پام کې لري چې د تونل دننه او ګالریونو په ګډون لومړی ۳۰ کیلومتره سړکونه کانکریټ شي.
 
په ورته وخت کې یو شمېر موټر چلوونکي وايي، چې د دې لویې لارې د ویجاړېدو له امله دوی د تګ راتګ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی له اسلامي امارت غواړي چې د دغې لویې لارې په بیارغونه کې له باکیفیته موادو کار واخلي.
 
د سالنګ پر لویه لار تګ راتګ په ځانګړي ډول په ژمي کې د واورې او واورو له امله له ستونزو سره مخ کېږي، خو چارواکي وايي، هڅه کوي د ژمي تر رارسېدو مخکې د تونل دننه چارې بشپړې کړي.
 
https://avapress.com/vdcgqt9xxak9un4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته