کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سالنګ تونل دننه د کانکریټو کار به په دوو میاشتو کې بشپړ شي

18 اسد 1402 ساعت 9:41

د سالنګونو د ساتنې مسوولين وايي، چې د سالنګ تونل دننه د کانکريټينګ چارې به په دوو مياشتو کې بشپړې شي.


آوا - کابل: د سالنګونو د ساتنې او مراقبت د مسوولینو په وینا، د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو تګ راتګ به یوه شپه له شمال څخه جنوب ته او بله شپه له جنوب څخه شمال ته او له هغه څخه به دوام وکړی او د ورځي لخوا به د ترافیکو پر مخ بند دی.
 
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رييس هم وايي، چې د جبل السراج ولسوالۍ له تاجکان سيمې څخه تر خانجان ولسوالۍ پورې ٨٠ کيلومتره سړک د ټولګټو وزارت له بوديجې او په دې برخه کې له ماليو راټولو شويو پيسو څخه جوړېږي.
 
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولین وايي، په پام کې لري چې د تونل دننه او ګالریونو په ګډون لومړی ۳۰ کیلومتره سړکونه کانکریټ شي.
 
په ورته وخت کې یو شمېر موټر چلوونکي وايي، چې د دې لویې لارې د ویجاړېدو له امله دوی د تګ راتګ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی له اسلامي امارت غواړي چې د دغې لویې لارې په بیارغونه کې له باکیفیته موادو کار واخلي.
 
د سالنګ پر لویه لار تګ راتګ په ځانګړي ډول په ژمي کې د واورې او واورو له امله له ستونزو سره مخ کېږي، خو چارواکي وايي، هڅه کوي د ژمي تر رارسېدو مخکې د تونل دننه چارې بشپړې کړي.
 


د مطلب کود: 274512

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274512/د-سالنګ-تونل-دننه-کانکریټو-کار-په-دوو-میاشتو-کې-بشپړ-شي

آوا
  https://www.avapress.com