دخپریدو نیټه :شنبه ۷ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 273974
په خوست کې سیلابونو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي
په خوست ولايت کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست سيمه ييزې سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې سېلابونو د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوست ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس دوست محمد هلال وايي، سیلابونو د یوې کورنۍ پنځه غړي چې په موټر کې سپاره وو، وژلي دي.
 
د هلال په وينا، دا پېښه د جمعې په ورځ د اسد په شپږمه د خوست په اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسواليو کې رامنځته شوې او په قربانيانو کې يې پلار، مور او درې ماشومان شامل دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې په هېواد کې وژونکو سېلابونو لسګونه کسان وژلي او د استوګنې سلګونه کورونه يې نړولي دي.
https://avapress.com/vdchqxnik23nqwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته