کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوست کې سیلابونو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي

7 اسد 1402 ساعت 14:22

په خوست ولايت کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست سيمه ييزې سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې سېلابونو د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي.


آوا - کابل: د خوست ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس دوست محمد هلال وايي، سیلابونو د یوې کورنۍ پنځه غړي چې په موټر کې سپاره وو، وژلي دي.
 
د هلال په وينا، دا پېښه د جمعې په ورځ د اسد په شپږمه د خوست په اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسواليو کې رامنځته شوې او په قربانيانو کې يې پلار، مور او درې ماشومان شامل دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې په هېواد کې وژونکو سېلابونو لسګونه کسان وژلي او د استوګنې سلګونه کورونه يې نړولي دي.


د مطلب کود: 273974

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273974/په-خوست-کې-سیلابونو-د-یوې-کورنۍ-پنځه-غړي-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com