دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 273881
په هرات کې د حسیني عاشورا مراسمو ته چمتووالی نیول شوی دی
په هرات کې د عاشورا د مراسمو د تر سره کولو د کمیسیون د کلتوري او امنیتي کمیټې غړو د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره په کتنه کې وویل چې د عاشورا د حسیني مراسمو لپاره یې بشپړ چمتوالی نیولی او هیڅ ډول محدودیت نه لري.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د عاشورا د مراسمو د کلتوري او امنیتی کمیټی غړو د هرات د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره په کتنه کې وویل چې د حسینی عاشورا د مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی دي.
 
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نعیم الحق حقاني وايي، سیمه ییزې ادارې ټولو امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د عاشورا د مراسمو په اړه هېڅ ډول سختي ونه کړي.
 
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي، امنيتي مسوولينو ته يې د امنيتي تدابيرو د نيولو ټينګار کړى، څو د عاشورا مراسم له کومې اندېښنې پرته ترسره شي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد هرات ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان ټولو خلکو ته ډاډ ورکړی و، چې امنيتي ځواکونه به هيڅ فرد او ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې د عاشورا حسيني امنيت د ګډوډ ګړي.
 
https://avapress.com/vdcevx8wzjh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته