کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د حسیني عاشورا مراسمو ته چمتووالی نیول شوی دی

5 اسد 1402 ساعت 11:07

په هرات کې د عاشورا د مراسمو د تر سره کولو د کمیسیون د کلتوري او امنیتي کمیټې غړو د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره په کتنه کې وویل چې د عاشورا د حسیني مراسمو لپاره یې بشپړ چمتوالی نیولی او هیڅ ډول محدودیت نه لري.


آوا - هرات: د عاشورا د مراسمو د کلتوري او امنیتی کمیټی غړو د هرات د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره په کتنه کې وویل چې د حسینی عاشورا د مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی دي.
 
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نعیم الحق حقاني وايي، سیمه ییزې ادارې ټولو امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د عاشورا د مراسمو په اړه هېڅ ډول سختي ونه کړي.
 
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي، امنيتي مسوولينو ته يې د امنيتي تدابيرو د نيولو ټينګار کړى، څو د عاشورا مراسم له کومې اندېښنې پرته ترسره شي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد هرات ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان ټولو خلکو ته ډاډ ورکړی و، چې امنيتي ځواکونه به هيڅ فرد او ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې د عاشورا حسيني امنيت د ګډوډ ګړي.
 


د مطلب کود: 273881

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273881/په-هرات-کې-د-حسیني-عاشورا-مراسمو-ته-چمتووالی-نیول-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com