افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه (اسد ۳) په دې اړه خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې په دې ناسته کې د آغا خان بنسټ نوي رئیس نجم الدین نجم د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته د خپل نوي ماموریت په اړه معلومات ورکړل.
هغه د روغتیا، پوهنې، کرنې، فرهنګ او په اقتصادي او اکتشافي پروژو کې د کار، د طبیعي پېښو له قربانیانو سره د مرستې او د افغانستان د ۱۴۰ فرهنګي میراثونو او تاریخي ځایونو د بیارغونې په برخه کې د دغه بنسټ د فعالیتونو یادونه وکړه.
د آغا خان بنسټ نوي رئیس هیله څرګنده کړه، چې اسلامي امارت به د ده د ماموریت په پلي کولو کې همکاري وکړي، څو دغه بنسټ د افغانانو د خدمت جوګه شي.
مولوي امیرخان موتګي په هېواد کې د آغا خان بنسټ د خدمتونو د ستاینې تر څنګ له دغه بنسټ څخه وغوښتل چې د کابل ښار د تاریخي او ښکلو ابداتو د بیارغونې، ساتنې او پالنې په برخه کې له دغه بنسټ سره لا زیاته همکاري وکړي.