کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د آغا خان بنسټ باید د هېواد د تاریخي اثارو په بیا رغونه، ساتنه او پالنه کې همکاري وکړي

3 اسد 1402 ساعت 14:22

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی په کابل کې د آغا خان بنسټ له نوي رئیس سره په کتنه کې د هیواد د تاریخي ابداتو په بیا رغونه، ساتنې او پالنه کې د دغه بنسټ د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه (اسد ۳) په دې اړه خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې په دې ناسته کې د آغا خان بنسټ نوي رئیس نجم الدین نجم د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته د خپل نوي ماموریت په اړه معلومات ورکړل.
 
هغه د روغتیا، پوهنې، کرنې، فرهنګ او په اقتصادي او اکتشافي پروژو کې د کار، د طبیعي پېښو له قربانیانو سره د مرستې او د افغانستان د ۱۴۰ فرهنګي میراثونو او تاریخي ځایونو د بیارغونې په برخه کې د دغه بنسټ د فعالیتونو یادونه وکړه.
 
د آغا خان بنسټ نوي رئیس هیله څرګنده کړه، چې اسلامي امارت به د ده د ماموریت په پلي کولو کې همکاري وکړي، څو دغه بنسټ د افغانانو د خدمت جوګه شي.
 
مولوي امیرخان موتګي په هېواد کې د آغا خان بنسټ د خدمتونو د ستاینې تر څنګ له دغه بنسټ څخه وغوښتل چې د کابل ښار د تاریخي او ښکلو ابداتو د بیارغونې، ساتنې او پالنې په برخه کې له دغه بنسټ سره لا زیاته همکاري وکړي.
 


د مطلب کود: 273790

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273790/د-آغا-خان-بنسټ-باید-هېواد-تاریخي-اثارو-په-بیا-رغونه-ساتنه-او-پالنه-کې-همکاري-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com