افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د والي ویاند مولوي نثار احمد الیاس وايي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني، د ملی دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد، عبدالحق وثیق، د استخباراتو عمومي رئیس او د اسلامي سترې محکمې د رئیس شیخ عبدالحق حقاني په ګډون یو لوړ پوړی پلاوی د خپل سفر په ترڅ کې د لویدیځ زون له چارواکو او دیني عالمانو سره وکتل.
د هرات د والي وياند وايي، د دغه پلاوي د سفر موخه له مسوولينو سره ليدنه او د لوېديځ زون د خلکو د حالاتو څېړل دي.
هرات ولایت د هیواد په لویدیځ کې یو له مهمو او ستراتیژیکو ولایتونو څخه دی چې وخت نا وخت د هیواد مرکزي چارواکي له دغه ولایت څخه لیدنه کوي، څه موده وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم هرات ته راغلی و.
تر اوسه د دغو غونډو نور جزیات نه دي خپاره شوي.