کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مرکزي حکومت پلاوي د هېواد د لوېديځ له چارواکو او علماوو سره وکتل

3 اسد 1402 ساعت 13:19

د هرات ولايت سيمه ييز مسوولين د دغه هېواد د لوېديځې حوزې له مسوولينو او ديني عالمانو سره پرون د هېواد له مرکز څخه هرات ولايت ته د يوه لوړ پوړي پلاوي د سفر او خبرو اترو په اړه خبر ورکوي.


آوا - هرات: د هرات د والي ویاند مولوي نثار احمد الیاس وايي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني، د ملی دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد، عبدالحق وثیق، د استخباراتو عمومي رئیس او د اسلامي سترې محکمې د رئیس شیخ عبدالحق حقاني په ګډون یو لوړ پوړی پلاوی د خپل سفر په ترڅ کې د لویدیځ زون له چارواکو او دیني عالمانو سره وکتل.
 
د هرات د والي وياند وايي، د دغه پلاوي د سفر موخه له مسوولينو سره ليدنه او د لوېديځ زون د خلکو د حالاتو څېړل دي.
 
هرات ولایت د هیواد په لویدیځ کې یو له مهمو او ستراتیژیکو ولایتونو څخه دی چې وخت نا وخت د هیواد مرکزي چارواکي له دغه ولایت څخه لیدنه کوي، څه موده وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم هرات ته راغلی و.
 
تر اوسه د دغو غونډو نور جزیات نه دي خپاره شوي.
 


د مطلب کود: 273781

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273781/د-مرکزي-حکومت-پلاوي-هېواد-لوېديځ-له-چارواکو-او-علماوو-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com