دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 273686
مجاهد: دولتي ارګانونه او بنسټونه دې ژر تر ژره له سیلاب ځپلو سره مرستې وکړي
په میدان وردګ ولایت کې د تیرې شپې له سیلابونو وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له بیلابیلو دولتي ادارو او مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې ژر تر ژره د سیلاب ځپلو سیمو خلکو ته خپلې مرستې ورسوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله زموږ ۱۲ تنه هیوادوال شهیدان شوي او ۴۰ تنه نور ورک دي او مالي زیانونه هم اوښتي دي. د افغانستان اسلامي امارت د دغې پېښې د شهیدانو وارثینو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوي.
 
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: د اسلامي امارت مؤسسات او مرستندویه بنسټونه باید ژر تر ژره د سیمې خلکو ته خپلې مرستې ورسوي او د زیانمنو شویو د درملنې او سرپناه په برخه کې جدي اقداماتو ته دوام ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د میدان وردګو ولایت په یو شمېر سیمو کې سېلابونو او طوفانونو ځاني او مالي زیانونه اړولي او زیانمن شوي کسان لومړنیو مرستو ته اړ دي.
 
د یادولو وړ ده چې پرون د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو وزارت اعلان وکړ چې د اقلیم د بدلون له امله د اسد له لومړۍ نیټې څخه تر ۳ نیټې پورې د هیواد په ځینو سیمو کې د سیلابونو او د سیند د سطحې د لوړیدو احتمال شته.
 
https://avapress.com/vdch6xni-23nq-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته