کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مجاهد: دولتي ارګانونه او بنسټونه دې ژر تر ژره له سیلاب ځپلو سره مرستې وکړي

1 اسد 1402 ساعت 15:27

په میدان وردګ ولایت کې د تیرې شپې له سیلابونو وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له بیلابیلو دولتي ادارو او مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې ژر تر ژره د سیلاب ځپلو سیمو خلکو ته خپلې مرستې ورسوي.


آوا - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله زموږ ۱۲ تنه هیوادوال شهیدان شوي او ۴۰ تنه نور ورک دي او مالي زیانونه هم اوښتي دي. د افغانستان اسلامي امارت د دغې پېښې د شهیدانو وارثینو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوي.
 
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: د اسلامي امارت مؤسسات او مرستندویه بنسټونه باید ژر تر ژره د سیمې خلکو ته خپلې مرستې ورسوي او د زیانمنو شویو د درملنې او سرپناه په برخه کې جدي اقداماتو ته دوام ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د میدان وردګو ولایت په یو شمېر سیمو کې سېلابونو او طوفانونو ځاني او مالي زیانونه اړولي او زیانمن شوي کسان لومړنیو مرستو ته اړ دي.
 
د یادولو وړ ده چې پرون د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو وزارت اعلان وکړ چې د اقلیم د بدلون له امله د اسد له لومړۍ نیټې څخه تر ۳ نیټې پورې د هیواد په ځینو سیمو کې د سیلابونو او د سیند د سطحې د لوړیدو احتمال شته.
 


د مطلب کود: 273686

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273686/مجاهد-دولتي-ارګانونه-او-بنسټونه-دې-ژر-تر-ژره-له-سیلاب-ځپلو-سره-مرستې-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com