افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد وزارت په وینا، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مشر په دې ناسته کې وویل، چې په افغانستان کې ثبات او امنیت په بېلابېلو ولایتونو کې د دغه بنسټ د پروګرامونو او فعالیتونو د تطبیق لپاره مناسب شرایط او فرصتونه برابر کړی دی.
د تريا اوتر دال دغه راز زياته کړه، چې اوسمهال ياده شوې کمېټه شاوخوا ٢٠٠٠ کارکوونکي لري، چې بهرني او افغان اتباع هم په کې شامل دي. دوی په یادو سکتورونو کې فعال دي او د کلیو د اقتصادي ودې په موخه هڅه کوي چې له اړوندو وزارتونو سره په همغږۍ او تفاهم کې پرمختیايي پروژې پیل کړي.
ويل شوي دي چې په دې کتنه کې د اقتصاد وزارت سرپرست ځوانانو ته د کاري زمينو د برابرولو، ددغې کميټې له خوا د حرفوي زده کړو دپروګرامونو د پلي کولو او د افغانستان په لرو پرتو سيمو کې د کاري فعاليتونو د پراختيا غوښتنه وکړه .
دين محمد حنيف دغه راز د اقتصادي بنديزونو لګول په هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ د کچې د لوړېدو لاملونه وبلل او زياته يې کړه: يوازې بشري مرستې نه شي کولاى اړتياوې پوره کړي او شته اقتصادي ستونزې هوارې کړي.
نوموړي د نړیوال بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې د اقتصادي لومړیتوبونو له مخې په افغانستان کې د پرمختیایي پروګرامونو او پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي ترڅو کاري فرصتونه رامنځته شي او په تدریجي ډول د بې وزلۍ کچه راټیټه شي.